27/03/2026
۱۰ هغه ځانګړتیاوې چې په درلودلو یې تاسو یو ښه سیول انجینر ګڼل کېدای شئ
سیول انجینري یوازې د ودانۍ جوړول نه دي، بلکې دا د پلان جوړونې، کیفیت کنټرول، مدیریت او تخنیکي پوهې مجموعه ده. که یو انجینر لاندې مهارتونه ولري، کولی شي یوه بریالۍ او معیاري پروژه مخ ته یوسي.
۱- د ساختماني موادو ټیسټونه (Tests of Building Materials)
یو ښه سیول انجینر باید د ساختماني موادو د ټیسټونو په اړه عملي او نظري پوهه ولري تر څو د پروژې کیفیت تضمین شي.
ځینې مهم ټیسټونه:
د کانکریټو ټیسټونه: Slump Test, Compression Test, Split Tensile Test, Soundness Test
د خاورو ټیسټونه: Core Cutter Test, Compaction Test, Sand Replacement Test, Triaxial Test, Consolidation Test
د قیر ټیسټونه: Ductility Test, Softening Point Test, Specific Gravity Test, Pe*******on Test
۲- د ساختماني ساحې آزمایښت (Soil Investigation)
مخکې له دې چې پروژه پیل شي، د ځمکې د برداشت ظرفیت (Bearing Capacity)، د اوبو سطحه او د خاورې نوعیت معلومول ډېر مهم دي. دا کار د راتلونکو ستونزو لکه ناستې (Settlement) مخه نیسي.
۳- د سروې د تجهیزاتو استعمال (Surveying Instruments)
د Level Machine، Total Station، GPS او Auto Level کارول د دقیقو اندازهګیرو لپاره ډېر ضروري دي. د سروې سمه نتیجه د پروژې د سم تطبیق بنسټ جوړوي.
۴- ستندرد کوډونه او مقررات (Standard Codes in Construction)
هره پروژه باید د نړیوالو او ملي کوډونو له مخې طرحه او تطبیق شي لکه:
ACI, ASTM, IS, BS او نور.
دا کوډونه د ودانۍ خوندیتوب او دوام تضمینوي.
۵- بار بینډینګ شیډیول (Bar Bending Schedule – BBS)
BBS د سیخانو د مقدار، اوږدوالي او تاوولو دقیق معلومات ورکوي چې د موادو د ضایع کېدو مخه نیسي او د پروژې لګښت کنټرولوي.
۶- ډراوینګ او ډیزاین (Drawing and Design Understanding)
یو ساحوي انجینر باید Structural Drawing، Architectural Drawing او Shop Drawing په سمه توګه ولوستلای او تحلیل کولای شي.
۷- براورد او بیلونه (Estimation and Billing)
د پروژې د مقدارونو محاسبه (BOQ)، د موادو قیمت، او د کار لګښت محاسبه د انجینر له مهمو دندو څخه ده.
۸- د کیفیت کنټرول (Quality Control)
د موادو معاینه، د کار مرحلې کنټرول، او د ستندردونو تطبیق د دې سبب کېږي چې پروژه دوامداره او خوندي وي.
۹- د ساحې مدیریت (Site Management)
په ساحه کې د کارونو تنظیم، د کار مهالویش (Schedule)، د Safety اصول، او د کانکریټ اچونې سم مدیریت ډېر مهم دي.
۱۰- د کاریګرو سره هماهنګي (Coordination with Labors)
بریالی انجینر هغه دی چې د ټیم سره ښه اړیکه ولري، د کاریګرو رهبري وکړي او په ساحه کې نظم او ډسپلین وساتي.
پایله:
که یو سیول انجینر پورته مهارتونه، تجربه او مسلکي اخلاق ولري، نو کولی شي قوي، معیاري او دوامدارې پروژې جوړې کړي او په خپل مسلک کې بریالی شي.
کاپي #