10/06/2026
د نورقادر همت ساختماني او مهندسي شرکت د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې له روانو ساختماني چارو څخه نظارت ترسره شو.
د نظارت پر مهال د کار کیفیت، د نقشو او تخنیکي مشخصاتو تطبیق، د ساختماني موادو معیار، او د کار پرمختګ وضعیت په دقت سره و ارزول شو.
همدارنګه، د لیدنې پر مهال ټول اړوند فعالیتونه د انجینري اصولو او ټاکل شویو معیارونو مطابق وڅېړل شول، او د لا ښه کیفیت، خوندیتوب او معیاري تطبیق په موخه لازمې تخنیکي سپارښتنې د تطبیق ټیم ته وړاندې شوې.