اطهر ساختماني او انجنیري ګروپ

اطهر ساختماني او انجنیري ګروپ ساختماني نقشې، جریبي او متراج، دساختماني نقشو تطبیق

ولې بايد زيات سيخ په کانکريټ کې استعمال نکړو؟دې پوښتنې ته به له دوه اړخو نه جواب ورکړم.1. له اقتصادي پلوه سيخ د کانکريټ ...
14/03/2025

ولې بايد زيات سيخ په کانکريټ کې استعمال نکړو؟

دې پوښتنې ته به له دوه اړخو نه جواب ورکړم.
1. له اقتصادي پلوه سيخ د کانکريټ په نسبت ډير قيمت دی، نو زيات استعمال يې طبعاً د ساختمان قيمت لوړوي. که څوک دا فکر کوي چې د سيخ په زيات استعمال سره به ساختمان مضبوط او د بار په مقابل کې ډير مقاوم شي نو کاملاً په غلطه دی.
2. له تخنيکي پلوه که بحث وشي نو په عمومي ډول د ډيزاين په موضوع کې هميش د ډيزاينر کوشش دا وي چې داسې مقطع ډيزاين شي چې د عظيمي بار په وخت کې کانکريټ او سيخ په يو وخت کې خپل نهايي سټرين (strain) ته ورسيږي چې په دی ترتيب سره به سيخ او کانکريټ مونږ په اعظمي ډول استعمال کړی وي، چې دا تر ټولو اقتصادي او مؤثر ډيزاين دی البته دغسې مقطع ډيزاين کول په عملي ډول ممکن نه وي او ددې ډير وجوهات دي چې دلته ترې صرف نظر کوو.
مونږ په ډيزاين کې درې ډوله مقطعې لرو..
a. Balance section
b. Over-reinforced section
c. Under-reinforced section

متوازنه مقطع (balance section) همدغه ده چې پورته مې ذکر کړه چې په دې مقطعې کې سيخ او کانکريټ په يو وخت کې اعظمي سټرين (strain) ته ورسيږي.
په over-reinforced مقطع کې سيخ زيات وي او په دې معنې چې د بار د زياتیدو په صورت کې په کانکريټ کې اعظمي سټرين strain د سيخ په نسبت مخکې صورت نيسي او مخکې له دی چې سيخ په مکمل ډول مصرف شي (maximum strain)، کانکريټ په ماتيدو (fail) شروع کوي او چون کانکريټ brittle مواد دي نو مخکې له دې چې مونږ د کانکريټو په ناکاميدو پوه شو يو دم ماتيږي..
په under-reinforced مقطع کې چون سيخ د خپل مقدار څخه يوه اندازه کم وي په دې معنې چې د بار د زياتيدو په صورت کې مخکې لدې کانکریټ‌ اعظمي سټرين ته ورسيږي لومړې سيخ په اوږديدو (yielding) شروع کوي دا چې سيخ په کافي اندازه ductile مواد دي نو هيڅکله د کانکريټ په څير يو دم نه ماتيږي مګر مخکې له ماتيدو (fail) څخه مونږ ته پوره خبر راکوي چې زه اوس (fail) کيږم نو مونږ کولې شو چې په وخت له تعمير څخه ځان وباسو..
اوس نو تاسې ووايې چې زيات سیخ استعمال کړو او که نه؟؟؟
په ډيرې بښنې سره چې بعضې اصطلاحات په پښتو نشم معنې کولې نو په انګليسي مې ليکلي..

ليکنه: انجنير نعمت الله اسلام-يار

تاسي هم کوښښ وکړئ،  چې لاندې نقطې په ذهن کې له ځان سره ونیسئ، هر وخت چي مو چې د کور او کلي شااوخوا استنادي دېوالونه یا  ...
09/09/2024

تاسي هم کوښښ وکړئ، چې لاندې نقطې په ذهن کې له ځان سره ونیسئ، هر وخت چي مو چې د کور او کلي شااوخوا استنادي دېوالونه یا کورونو سنګکاري دیوالونه جوړیدل نو لاندې نقطو ته مو باید پام وي.

#سنګکاري

کله چی د یو ساختمان د تهداب لپاره سنکاري کوو نو باید لاندې نقطې په نظر کی ونیسو.

1: په هیڅ صورت کی باید سنکاري ډبره بغیر له رجې او شاقول څخه په تهداب کی و نه لگول سي .
2 : لویې ډبري باید دتهداب په بیخ کی استعمال سي .
3 : په سنګکارۍ کی باید په زیاته کچه د کوچنیو ډبرو د استعمال څخه مخنیوی وسي .
4 : په سنګکارۍ کې باید د لویو ډبرو په منځ کې یوه اندازه کوچنې ډبري استعمال سي، تر څو ډبري ښوی نه سي .
5 : باید په سنګکارۍ کې د دیوال په څلورو اړخونو کی غټي ډبری نسبتا د باندی استعمال سي . او کوچنۍ ډبرې باید د دیوال په داخل کی د ډکوني لپاره استعمال شي .
6 : په سنکارۍ کې باید د هرې تېږې ټولو طرفونو ته مصاله ورکړل سي .
7 : په سنگکارۍ کې تېږې باید درز په درز استعمال نه سي .
8 : په سنگکاری کې تېږې باید په ولاړ ډول یعنې نیغې ونه درول سي .
9 : په سنگکارۍ کې باید تېږې داسې ولگول سي چې اوږد طرف یی داخل د دیوال ته سي .
10 : په سنگکارۍ کی باید په هیڅ ډول سره کمزورې او درز لرونکې ډبري استعمال نه سي که څه هم یوه دانه وي .
11 : د سنگکارۍ خوا او شاه باید تر هغې پټه نه سي چې تر څو یې داخلي مصالي پوره اوبه نه وي خوړلې .
12 : په سنگکارۍ کې باید په هره نقطه کې د هموارۍ لپاره د پایپ لیول څخه کار واخیستل سي.
13 : په سنگکارۍ کې باید د جغلو څخه چي تر 9.5mm پوري یې د جغل قطر وي استفاده وسي.
۱۴.باید په سنګکارۍ کې تر ۳۵% پورې مصالحه پکار یوړل سي.
۱۵. کله چې سنګکاري مکمله سي، پر سر یې باید د DPC کانکریټو طبقه هواره کړل سي ،چې مارک یې 200 او نسبت یې 1:1.5:3 دی.
۱۶. په ساختمانونو کې د سنګکاریو د ساتلو بهترینه طریقه هنګاف کاري ده، چې باید ټول ډبرین دیوالونه هنګاف کاري سي د هنګاف د مصالې نسبت باید 1:3 او یا 1:4 وي.

نوټ: هنګاف یا Pointing پر درې ډوله دی،
۱- ننوتی هنګاف، ۲- باندنی هنګاف او ۳- هموار هنګاف.

د سړک د خرابتیا عوامل1: د تودوخی په لوړه درجه کی ورباندی د زیات لوډ واردیدل2: د Sound یا ښوی رودی موادو زیاته فیصدی3: په...
08/09/2024

د سړک د خرابتیا عوامل
1: د تودوخی په لوړه درجه کی ورباندی د زیات لوډ واردیدل
2: د Sound یا ښوی رودی موادو زیاته فیصدی
3: په مکس ډیزاین کي د فیلر یا خاکی کموالی
4: خرابه خاکه استعمالول چی خاوره یا ریګ ولری
5: د Bitumen یا قیر موادو د کیفیت ناسموالي
6:د Bitumen زیاتوالی
7: په صحیح ډول کمپکشن نه ورکول

په عمومی ټولو معتبره Specifications کی کمپکشن په لاندی ډول دی.
Sub grade 95%
Embankment 95%
Sub base 98%
Base course 98%
دا ټوله Required minimum compactions دي.

د ناسم ډیزاین له وجی هم کیدای سی د سړک Life time یا عمر کم سی.
ځکه د سړک طبقی نظر و واریدیدونکی لوډ ته ډیزاین کیږی.
نو که لوډ زیات وی او د طبقو ذخامت کم وی نو سړک دوام نه کوی او ژر خرابیږي.

✅ ستاسو د ذوق او علاقې مطابق کار کول زموږ لومړیتوب دی.زموږ ساختماني خدمات!🏢🏬🏨🏫 🔸• نظارت🔸• نقشې- 2D- 3D - Animation- Land...
08/08/2024

✅ ستاسو د ذوق او علاقې مطابق کار کول زموږ لومړیتوب دی.

زموږ ساختماني خدمات!🏢🏬🏨🏫

🔸• نظارت
🔸• نقشې
- 2D
- 3D
- Animation
- Landscape
🔸• سروې
- خط اندازي
- کیندنه
- جريبي (متراج)

🔸• خارجي ډيزاين
- د نما ډيزاين
- د ساختمان د محوطې ډيزاين
- د برق (برېښنا) ډيزاين

🔸• داخلي ډيزاين
- ډيکورېشن
- فرنېچر
- د برق (برېښنا)‌ ډیزاین
- د خوب خوني/ اوسېدو د خوني/ اشپزخانې او... ډيزاين

🔸• بيا رغونه
- د تعمير په جوړښت کي مشکلات
- د پايپ کشي مشکلات
- د رنګ مشکلات
- برقي (برېښنايي) مشکلات

✅ اطهر ساختماني انجنیري ګروپ د تکړه او باتجربه انجنیرانو په توسط د یو منظم سیسټم له لاري باکیفیته خدمات په ډیر کم لګښت او کم وخت کې وړاندی کوي.

▫️⁩⁦🔍⁩⁦▫️⁩
🏢 مرکزي دفتر آدرس: احمدشاهي جاده، حضرت جي بابا، رحمت نوري پلازا ، دوهم منزل (04) نمبر دفتر
🔰 کـندهار - افـغانستان
📲 ګـــرځـنده او واټـس اپ شمېرې:
📱 +93705013656
📱 +93708822347
📱 +93700062731

08/08/2024

اطهر انجنیري ساختماني ګروپ صفحې ته ښه راغلاست.

Address

Kandahar Ahmad Shahi Jada
Kandahar
3802

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اطهر ساختماني او انجنیري ګروپ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share