09/08/2026
📢 رسمي اعلان
د اوج پامیر ساختماني او انجنیري خدماتو شرکت ویاړي چې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې د یوې نوې پروژې (تنویر او کتارې نصب) د پیل خبر له قدرمنو هېوادوالو سره شریکوي.
دا پروژه د ښاري ښکلا، د سړکونو د روښانتیا او د خلکو د خوندیتوب د لوړولو په موخه تطبیق کېږي، چې پکې د معیاري برقي سیستم، عصري څراغونه او منظم کتارې شاملې دي. د ورته پروژو موخه دا ده چې ښارونه لا منظم، روښانه او خوندي شي، ځکه د سړکونو روښانتیا د عامه خوندیتوب او ښاري پرمختګ مهمه برخه ګڼل کېږي .
🔹 د پروژې ځای: پلخمري ښار
🔹 تطبیقوونکی: اوج پامیر ساختماني او انجنیري خدماتو شرکت
🔹 د پروژې نوعیت: د سړکونو تنویر (برقي څراغونه) او کتارې نصب
موږ ژمن یو چې دا پروژه به د لوړ کیفیت، معیاري اصولو او ټاکلي وخت مطابق بشپړه کړو.
په درنښت
اوج پامیر ساختماني او انجنیري خدماتو شرک