د لمر څرک

د لمر څرک بدبخته خلک هغه دي، چې د ځان په اړه د نورو قضاوت ورته مهم ښکاري.

که جرګه هر څنګه او هر رنګه پریکړه وکړي خو افغان غیرتي ولس چه وخت یی راسي لوی افغانستان به جوړوي موږته همیش د فرضي کرښې ه...
13/10/2024

که جرګه هر څنګه او هر رنګه پریکړه وکړي خو افغان غیرتي ولس چه وخت یی راسي لوی افغانستان به جوړوي موږته همیش د فرضي کرښې هاخوا دخپلي خاورې بوی راځي.خیر که روسانو خپله خاوره کریمیا له کلونو جودایی ورسته دزور په مټ لاسته راوړه او چین د تایوان د لاسته راوړلو په تکل ده.موږته به هم رب دا مو قع راکوي یا په خوښه یا په زور به لوی افغانستان جوړوو او دا احساس په طبعي ډول زموږ په وینه کې جریان لري.

Cope

01/09/2024

په کومه ټولنه کې چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي، په حقیقت کې ټول بیکاره دي.

28/08/2024
25/08/2024

*د اسلامي نظام د مامور ۱۸ ځانګړتیاوې!*
۱. خپله دنده خپله څوکۍ باندې ناز او غرور نه کوي، ځکه دغه مسئولیت ګڼي، او د رب حساب یې په فکر کې وي.

۲. د بیت المال یوه وړه ذره باندې یې زړه خوږیږي او نهایي احتیاط کوي، او دغه ګمان لري چې شاید رب مې په دې احتیاط وبښي.

۳. هغه خلک چې د اسلامي نظام مامور ته راځي نهایي ښه اخلاق، خوږه ژبه او ښه کردار ورسره کوي، تر څو له کردار یې خلک متاثره او ددې نظام ملاتړ وکړي.

۴. د دندې له امله د ملګرو سره رابطه نه کمزوري کوي، او لا هم رابطه قوي کوي تر څو ملګري ترې دغه شکایت ونکړي چې پلانی د دندې سره ډېر بدل شوی.

۵. خپل کار کې لټي او د خپل کار شکایت نه کوي، خپل کارونه په وخت خلاصوي، او خپل کار کې د اخلاص څخه ګټه اخلي.

۶. د خپل مشر اطاعت کوي د مشر خبرې په توجو اوري د مشر خدمت کوي، د مشر سره مشوره کوي، او د مشر پریکړه حکمت ګڼي.

۷. په اداره کې د اداري مامورینو سره صمیمي چلند کوي او د لمانځه پابند وي.

۸ د ملګرو ښه خدمت کوي او د خپل دفتر د نظافت ساتنې ته ډېر پام کوي.

۹ هغه معاش چې د دندې له امله ورته راځي په ډېر دقت سره یې مصرف کوي او اصراف پکې نه خوښي.

۱۰. د اسلامي نظام مامور تر بل هر څه په خپله عقیده ډېر پام کوي او ښه کتابونه لولي او د دیني عالمانو مجلسونه ښه خوند ورکوي.

۱۱. د خپل موقف څخه ناوړه استفاده نه کوي او د بیت المال له وسایلو شخصي استفاده نه کوي.

۱۲. د دندې پر وخت د امنیتي کمرو پر ځای د رب العالمین لخوا مؤظف شوې ملایکو " کرام الکاتبین " ته ترجیح ور کوي.

۱۳. د ادارې رازونه ساتي او هیڅکله یې نه افشاء کوي.

۱۴. وظیفوي غفلت نه کوي، تل بیدار او ذهین وي.

۱۵. اسلامي نظام او عزیز افغانستان ته خورا ژمن او متعاهد وي.

۱۶. د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ور کوي.
۱۷. وظيفوي تداخل نه کوي خپل مسئولیت او صلاحیت پيژني.
۱۸. اخلاق، حوصله، انصاف او د مراجعينو سره ښه چلند کوي او د ملګرو پښې نه وهي.

له هغه چا مه ویریږه چي له خپل رب څخه ویریږي
24/08/2024

له هغه چا مه ویریږه چي له خپل رب څخه ویریږي

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د لمر څرک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category