09/07/2026
الحمد لله، د الله ﷻ ستر فضل او مهرباني ده چې زموږ د کور دوه ګلان د قرآن کریم د حفظ ستر نعمت ته ورسیدل.
نن زموږ د کور لپاره د خوښۍ، ویاړ او برکت ورځ ده. الله ﷻ دې د قرآن کریم په رڼا یې زړونه تل روښانه وساتي، په علم او عمل کې دې برکت ورکړي، او د قرآن خدمت ته دې یې تل بریالي کړي.
له ټولو دوستانو او خپلوانو څخه د دعا غوښتنه کوو چې الله ﷻ دې زموږ حافظان ثابت قدمه، مخلص او د دین خدمتګاران وګرځوي.
🤲 اللهم اجعل القرآن ربيع قلوبهم، ونور صدورهم، وشفيعًا لهم يوم القيامة.
#الحمدلله #نعمت #دعا