Afg-Eu Consulting Belgium AECB

Afg-Eu Consulting Belgium AECB Contactgegevens, kaart en routebeschrijving, contactformulier, openingstijden, diensten, beoordelingen, foto's, video's en aankondigingen van Afg-Eu Consulting Belgium AECB, Contractant, Brussels.

It is an accompaniment service in Belgium which aims to offer legal advices and sworn translations from and to: Pashto, Dari/Farsi and French + English and Russian. C'est un service d'accompagnement qui a pour but d'offrir des conseils juridiques et des interprétariats et des traductions jurées du et vers: pashto, dari/ farsi et français. + anglais et russe.

نوی کال مو بختور!سال نو تان خجسته!ددی په هیله چه نوی کال د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ کال وي. 🇦🇫💐🇦🇫💐🇦🇫
31/12/2025

نوی کال مو بختور!
سال نو تان خجسته!
ددی په هیله چه نوی کال د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ کال وي.
🇦🇫💐🇦🇫💐🇦🇫

هر کال د اکټوبر پر وروستۍ شنبې پر یکشنبې د شپې پر 3 بجو د اوړي (دوبي) ساعت د ژمي ساعت ته اوړي، یعنی وخت یو ساعت راکمیږي....
25/10/2025

هر کال د اکټوبر پر وروستۍ شنبې پر یکشنبې د شپې پر 3 بجو د اوړي (دوبي) ساعت د ژمي ساعت ته اوړي، یعنی وخت یو ساعت راکمیږي.
پدی حساب، نن شپه ( شنبه/یکشنبه, د اکټوبر 25/26)ً د شپې درې بجې به دوه بجې شي، او یو ساعت به خوب ډیر شي.

د فاتحې اعلان:پر 8/10/2025 د اوږدې ناروغۍ لامله، ستر افغان او د بیوزلانو او اړمنو لاسنیوونکی، د افغان کلتوري بهیر- بلجیم...
16/10/2025

د فاتحې اعلان:
پر 8/10/2025 د اوږدې ناروغۍ لامله، ستر افغان او د بیوزلانو او اړمنو لاسنیوونکی، د افغان کلتوري بهیر- بلجیم د مشرتابه جرګې غړی، په بروکسل ښار کی د ابن سینا د جومات بنسټ ایښودونکی، ارواښاد ډاکټر صاحب ګل افضل غوڼډیوال وفات شو.😢😢😢
افغان کلتوري بهیر- بلجیم او افغان- اروپا مشورتي موسسه د لوی خدای ج له درباره ارواښاد غونډیوال صاحب ته د جنت فردوس او کورنۍ ته یی لوی صبر او زغم غواړي.
انالله و انا الله راجعون
د فاتحې اعلان!
- د بیلجیم اوسیدونکی ډاکتر جمال غونډی وال - زوی،
- عطالله ځاځی، حاجی اسد الله ځاځی، نجیب الله ځاځی، حفیظ الله ځاځی او د کابل اوسیدونکی صاحب زلمی ځاځی، جاوید، احمدشاه او شهید ذکی ځاځی - وریرونه
- د بلجیم اوسیدونکی خان زلمی ځاځی، وحیدالله، عتیق الله، عزت الله، جمال ناصر، او دیدار ځاځی- خوریونه
- امیم الله ځاځی، فضل غنی مزمل، بهادر، اکبرشاه، صادق ځدران، واحد حلیم، ابرار محمد، شمل غونډیوال، عزیز او حشمت الله- د تره زامن
- ولی ځاځی، اتل، امین، هیواد، پښتون، سیال، فرمان، ساحل، اباسین، شهاب الدین، پاڅون او سمون ځاځی- د ورور لمسیان
- حاجی رشید او حاجی بشیر- دوستان
د کابل پوهنتون د پخوانی استاد، ارواښاد حاجی ډاکټر ګل افضل غونډیوال د مړینې له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږی چی د مرحوم جنازه چه پرون (15/10/2025) د بلجیم په بروکسل ښار کی خاورته سپارل شوې ده، د فاتحې مراسم یی د يکشنبې پر ورځ، د اکتوبر پر نولسمه نېټه د د ماسپښسن له دوو بجو ځخه تر څلورو بجو پوری د بروکسل ښار د ابن سینا په جومات کی ترسره کیږي.

د میرمنو فاتحه په همدې ورځ د حفیظ الله ځاځي په کور کی اخستل کیږی ...

د جومات پته :
14 Rue Guillaume Kennis
1030 schaerbeek
Bruxelles

د ښځینه وو لپاره د فاتحې پته :
Avenue Louisd Pierard 6
1040 Evere Bruxelles

د اړیکو لپاره:

0032 472 917 751
0032 475 503346
0032 4954798 35
0032 493325767
0032 484987512

په افغانستان کی د مجردخط یا د مجردۍ د تصدیق جوړول:د الحاق فامیلي یا بشري ویزو له لارې ټول هغه افغان وګړي چه له 15 کلنۍ پ...
24/09/2025

په افغانستان کی د مجردخط یا د مجردۍ د تصدیق جوړول:

د الحاق فامیلي یا بشري ویزو له لارې ټول هغه افغان وګړي چه له 15 کلنۍ پورته عمر لري او مجرد دي، بلجیم ته د راتګ لپاره، مکلف دي چه مجردخط ولري:

په افغانستان کی مجردخط په ولسوالۍ او یا د ولایت (د
کابل په شمول) په مرکز کی جوړیږي:

۱- په ولسوالۍ کی مجردخط د ولسوالۍ په ابتدائیه محکمه کی د دوو شاهدانو په حضور کی جوړیږي. وروسته د ولایت په مرکز کی د استیناف په محکمه کی تائیدیږي؛ او بیا وروسته په کابل کی په انګلیسي ترجمه او هم اصلي (پښتو او دري مجرد خط) او هم یی انګلیسي ترجمه دواړه په کابل کی د قضایای دولت د دفتر له لارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت (وزارت خارجه) کی ټاپه کیږي.

۲- د ولایت په مرکز کی مجرد خط د اړوندې ناحیې په ابتدائیه محکمه کی د دوو شاهدانو په حضور کی جوړیږي. وروسته د همدی ولایت په مرکز کی د استیناف په محکمه کی تائیدیږي او بیا وروسته په کابل کی په انګلیسي ترجمه شي او هم اصلي (پښتو او دري مجردخط) او هم یی انګلیسي ترجمه دواړه په کابل کی د قضایای دولت د دفتر له لارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت (وزارت خارجه) کی ټاپه کیږي.

۳- په کابل کی د وزارت خارجه د ټاپې پرته مجردخط له افغانستان څخه بهر اعتبار نلري.
۴- مجرد خط پدی هم ډیر ضرور دی ځکه څوک چه له 15 کلنۍ پورته عمر کی بلجیم ته راځي او بیا وروسته غواړي واده وکړي، بلجیم تری مجردخط غواړي، که نه واده یی نه ثبتوي.
🇦🇫🇧🇪

08/09/2025

بلجیم مېشتو افغانانو د کونړ زلزله ځپلو لپاره شاوخوا نوي زره یورو (یو لک او پنځه زره ډالره) مرسته راټوله کړه. اړمنو کسانو ته ددې مرستو ویش په سیمه کی زموږ د باوري ملګرو لخوا دوام لري.
چه اتفاق وي، هر مثبت څه شوني دي.
ژوند ژوند بلجیم میشتو افغانانو!
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

چو عضوی بدرد آورد روزګار- دیګر عضوها را نماند قرارتو کز محنت دیګران بیغمی- نشاید که نامت نهند آدمید لوی خدای په نامه!په ...
01/09/2025

چو عضوی بدرد آورد روزګار- دیګر عضوها را نماند قرار
تو کز محنت دیګران بیغمی- نشاید که نامت نهند آدمی

د لوی خدای په نامه!

په کنړ او ننګرهار کی د ورستیو ویجاړوونکو زلزلو له کبله د زلزله ځپلو سره د مالي مرستو د راغونډولو اړوند د بلجیم د بروکسل ښار د ابن سینا جومات او کلتورې ټولنې بیړنۍ خبرتیا!

ددی سره سره چه د کیدونکو مرستو د سم ویش لپاره زموږ ملګري کابل او زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلي دي،

تاسو ګرانو افغانانو ته بلنه درکول کیږي چه پدی ستر افغاني او اسلامي مرستندویه کار کی برخه واخلئ، او د جمعې په ورځ (د سپټمبر پر پنځمه) د ابن سینا په جومات کی د جمعې تر لمانځه وروسته به انشالله په ګډه او هر څوک تر خپلې وسې مالي مرستې سره یوځای کوو او اړمنو وطنوالو ته به یی رسوو.
ستاسو د هر یوه د راتګ په هیله،
آدرس:
Rue Guillaume Kennis, 14
1030 Bruxelles

د اړیکو لپاره:

+32 493 83 15 56
+32 475 50 33 46
😢😢🇦🇫🇦🇫

د کنړ او ننګرهار زلزلې،راځئ چه تر خپلې وسې مرسته او لاسنیوی وکړو.بیائید در حد توان ما کمک و حمایت کنیم.رب ج دی شهیدان وب...
01/09/2025

د کنړ او ننګرهار زلزلې،
راځئ چه تر خپلې وسې مرسته او لاسنیوی وکړو.

بیائید در حد توان ما کمک و حمایت کنیم.

رب ج دی شهیدان وبخښي او ټپیانو ته دی روغتیا ورکړي. آمین

Les tremblements de terre à Kunar et Nangarhar,
Aidons et soutenons autant que nous le pouvons.
🥲🇦🇫🥲

د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو کلیزه دې نیکمرغه او بختوره وي.سالګرد حصول مجدد استقلال افغانستان عزیز مبارک!💐🇦🇫🇦...
19/08/2025

د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو کلیزه دې نیکمرغه او بختوره وي.
سالګرد حصول مجدد استقلال افغانستان عزیز مبارک!
💐🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇧🇪

په بلجیم کی د جنازې او فاتحې خبرتیا:لکه څنګه چه خبر یاست، شنبه (9/08/2025 = 18/06/1404) په بلجیم هیواد کی د افغان کلتوري...
11/08/2025

په بلجیم کی د جنازې او فاتحې خبرتیا:

لکه څنګه چه خبر یاست، شنبه (9/08/2025 = 18/06/1404) په بلجیم هیواد کی د افغان کلتوري بهیر - بلجیم د مشر، قدرمن حاجي امین باوري میرمن، د افغاني کاروان سرلارې، مشره حجاڼۍ هوتک بي بي د ورپیښې ناروغۍ لامله وفات شوه.
انالله و انا الیه راجعون

د جنازې او فاتحې لپاره معلومات:

د جنازې او په دوو بیلابیلو ځایونو کی د نارینه وو او
ښځینه وو د فاتحو نیټه:

چهارشنبه 13/08/2025
جنازه( د سهار پر لسو بجو) او فاتحې (د ماسپښین له دوو بجو تر څلورو بجو)
————
د جنازې او تدفین لپاره د هدیرې آدرس:

Cimetière De Bésonrieux

27, Rue des Sartiaux
7110 La Louvière
Belgium
———
په بروکسل کی د نارینه وو د فاتحې لپاره د ابن سینا جومات آدرس:

14, Rue Guillaume Kennis
1030 Bruxelles
Belgium
————-
د ښځینه وو د فاتحې لپاره د حاجي امین باوري د کور آدرس:

Chaussée de Mons, 1
7100 La Louvière
Belgium
———
افغان کلتوري بهیر- بلجیم او افغان-اروپا مشورتي-خدماتي موسسه ځانونه پدی غم کی شریک بولي.
خدای ج دی ارواښادې حجاڼۍ بي بي ته جنتونه په نصیب کړي او قدرمن حاجي امین باوري، د باوري فرهنګي لویې کورنۍ او موږ ټولو ته دی لوی صبر او زغم را په نصیب کړي. آمین
🇦🇫😢🇦🇫

😢😢😢 پرون، شنبه (9/08/2025 = 18/06/1404) په بلجیم هیواد کی د افغان کلتوري بهیر - بلجیم د مشر، قدرمن حاجي امین باوري میرمن...
10/08/2025

😢😢😢 پرون، شنبه (9/08/2025 = 18/06/1404) په بلجیم هیواد کی د افغان کلتوري بهیر - بلجیم د مشر، قدرمن حاجي امین باوري میرمن، مشره حجاڼۍ بي بي د ورپیښې ناروغۍ لامله وفات شوه.
د جنازې او فاتحې د مراسمو خبرتیا سبا ته خپریږي.
مشره حجاڼۍ بي بي زموږ دافغاني کاروان سرلارې وه.
خدای ج دی جنتونه په نصیب کړي او قدرمن حاجي امین باوري، د باوري فرهنګي لویې کورنۍ او موږ ټولو ته دی لوی صبر او زغم را په نصیب کړي. آمین
🇦🇫😢🇦🇫

په بلجيم کې د ګران افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په وياړ مشاعره او جشن!نېټه:،23/08/2025
03/08/2025

په بلجيم کې د ګران افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په وياړ مشاعره او جشن!

نېټه:،23/08/2025

په بروکسل کې سندریز ماښام,افغان کلتوري بهیر – بلجيم په بروکسل کې د موسیقۍ یو سندریز ماښام جوړوي!پدې ځانګړي ماښام کې به د...
08/06/2025

په بروکسل کې سندریز ماښام,

افغان کلتوري بهیر – بلجيم په بروکسل کې د موسیقۍ یو سندریز ماښام جوړوي!
پدې ځانګړي ماښام کې به د پښتو موسیقۍ نامتو هنرمند او د غزلونو پاچا، هارون باچا خپلې خوږې سندرې او زړه راښکوونکي غزلونه له تاسې سره شریک کړي.
که تاسې د غزلونو او موسیقۍ مینه‌وال یاست، نو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ او د راتلونکې شنبې په ماښام (د جون څوارلسمه)، له 6 تر 11 بجو پورې، په بروکسل کې د هارون باچا له هنري نندارې خوند واخلئ.
د ټکټ بیه: شل ایرو،
آدرس:
Rue Gheude 54
1070 Brussels
د ټکټ او نورو معلوماتو لپاره د اړیکو شمیرې:
0032486388986
0032470633161

Adres

Brussels
1030

Website

Meldingen

Wees de eerste die het weet en laat ons u een e-mail sturen wanneer Afg-Eu Consulting Belgium AECB nieuws en promoties plaatst. Uw e-mailadres wordt niet voor andere doeleinden gebruikt en u kunt zich op elk gewenst moment afmelden.

Contact

Stuur een bericht naar Afg-Eu Consulting Belgium AECB:

Delen