30/08/2026
ولې د تعمیر له شروع کولو مخکې له انجینر سره مشوره ضروري ده؟
السلام علیکم ګرانو ملګرو!
که تاسو د کور، دوکان، مسجد یا بل تعمیر د جوړولو پلان لرئ، نو د تعمیر له شروع کولو مخکې له Civil/Structural Engineer سره یوه مشوره ستاسو د وخت، پیسو او راتلونکو ستونزو مخه نیولی شي.
👷 له انجینر سره د ملاقات مهمې ګټې:
🔹 مناسب Design:
انجینر ستاسو د ځمکې، اړتیا او بودیجې مطابق مناسب Architectural او Structural Design برابروي.
🔹 د موادو او لګښت کنټرول:
دقیق Quantity Survey او Estimate د اضافي او غیر ضروري مصرف مخه نیسي.
🔹 د تعمیر خوندیتوب:
د Foundation، Columns، Beams او Slabs صحیح Structural Design د تعمیر د قوت او خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی.
🔹 د راتلونکو ستونزو مخنیوی:
که تعمیر بې له نقشې او انجینري مشورې پیل شي، وروسته د Cracks، Settlement، اضافي خرڅونو او Structural Problems امکان زیاتېږي.
📌 یاد ولرئ:
"تعمیر یوازې د خښتو او سیمنټو نوم نه دی؛ صحیح Design، مناسب Estimate او انجینري څارنه د یو محفوظ او معیاري تعمیر بنسټ دی."
👷♂️ Engr. Marifat Shah
Civil Engineer | MS Associates
📞 د تعمیر له شروع مخکې له مسلکي انجینر سره مشوره وکړئ